يوه نويې څيړنه چې تيره سې شنبه يې پايلې اعلان شوې وايې: چې د زياتره امريکايانو دلومړي ځل لپاره پدې باور راغلی چې امريکا خپله نړيواله ولکه له لاسه ورکړې، او د پخوا په نسبت يې اوس په نړيوالو واک ترټولو ټيټې کچې ته راښکته شوی.
له ۳۰ اکتوبر څخه تر ۶ نومبر پورې يو څيړنيز مرکز (بيو) له دوه زرو زياتو کسانو نظر معلوم کړی، څيړنه جوتوي چې دلومړي ځل لپاره زياتره امريکايان پدې ټينګار کوي چې امريکا ته په پکار ده په نړيواله کچه پام خپلو داخلي ستونزو ته راواړوي، او د نورو هيوادونو خلک پريږدي چې خپل کارونه په خپله خوښه په مخ بوځي.
د ياد څيړنيز مرکز په څيړنه کې راغلي: دلومړي ځل لپاره دامريکا زياتره وګړي (۵۳%) په سلو کې پدې باور دي چې په نړيواله کچه د متحده ايالاتو دريځ کمزوری او کم اهميته ګرځيدلی حال دا چې پخوا ډير پياوړی وو.
بل خوا بيا 70% رايه ورکوونکي پدې باور دي چې په نړيواله کچه دامريکا قدر او احترام مخ په زوړند روان ده.
په څيړنه کې دامريکا اوسنی خارجي سياست چې باراک اوباما يې په مخ بيايې تر سخت انتقاد لاندې نيول شوی، مخالفان يې 56% دي پداسې حال چې ملاتړ کوونکي يې 34% دي.
څيړنه زياتوي: امريکايې ولس په ځانګړې توګه له هغې وضعې ناخوښي ښودلې چې په سوريې، ايران، چين او افغانستان کې روان ده.
افغانستان